بنګله دېش، د روهنګیا كډوالو كېمپ كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 9 زره 5 سوه نه زياتې خېمې وسوزېدې

ډھاکه ۔23 مارچ(اے پی پی) بنګله دېش كښې د روهنګيانو كډوالو په كېمپ د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 9 زره 5 سوه خېمې سوزېدلې دي۔ د چارواكو له مخې تېره شپه په دغه لګېدلي اور قابو وموندلے شو۔ د ابتدائي اندازو لمخې د كډوالو لږ تر لږه 9 زره 5 سوه كورونه ويجاړ شوي دي۔ په دې پېښه كښې تر دې دمه د كوم ځاني زيان اطلاع نه …

ډھاکه ۔23 مارچ(اے پی پی) بنګله دېش كښې د روهنګيانو كډوالو په كېمپ د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 9 زره 5 سوه خېمې سوزېدلې دي۔ د چارواكو له مخې تېره شپه په دغه لګېدلي اور قابو وموندلے شو۔ د ابتدائي اندازو لمخې د كډوالو لږ تر لږه 9 زره 5 سوه كورونه ويجاړ شوي دي۔ په دې پېښه كښې تر دې دمه د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ تر دې دمه د اورلګېدو دې پېښې كوم سبب هم نه دے معلوم شوے۔ د عېني شاهدانو وېنا لمخې اور د كېمپ په يو برخه كښې لګېدو نه ورستو د كېمپ نورو برخو ته خپور شو۔ دا وئيلي شي چې په ځپلې سيمه كښې لږ نه لږ يو نيم لكه كسانو خېمې لګولې دي۔

مزید خبریں