امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 52 زره څخه زياته شوه

واشنګټن 19مارچ (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 3 كروړه درې لكهه 58 زره څخه زياته شوې دغسې هېواد كښې 11 كروړ30 لكهه كسانو ته د كورونا مخنيوي لپاره ويكسين لګولې شوي۔ د جمعي په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 52 زره 400 څخه زياته شوې ۔ امريكا …

واشنګټن 19مارچ (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 3 كروړه درې لكهه 58 زره څخه زياته شوې دغسې هېواد كښې 11 كروړ30 لكهه كسانو ته د كورونا مخنيوي لپاره ويكسين لګولې شوي۔ د جمعي په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 52 زره 400 څخه زياته شوې ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 30358880 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 7282611 ده۔چارواكو له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا تر ټولو لوي مركز دے چرته چې د مجموعي مړو شميره د نړۍ د نورو هېوادونو څخه زياته ده۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 552470 كسان مړه شوي۔نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 27 لكهه څخه زياته شوې ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس ځپلے شوي 22523799 كسان ښه شوي دي

مزید خبریں