ريوډي جنيرو 18مارچ (اے پي پي)برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 2 لكهه 85 زره څخه زياته شوې٬ دغسي هېواد كښې د رنځورانو شميره يو كروړ 17لكهه ته رسيدلي۔د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 11700431 ته رسيدلي۔ برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره 285136 څخه …
برازيل كښې د كورونا وائرس له امله 2 لكهه 85 زره څخه زيات كسان مړه شول

مزید خبریں
ريوډي جنيرو 18مارچ (اے پي پي)برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 2 لكهه 85 زره څخه زياته شوې٬ دغسي هېواد كښې د رنځورانو شميره يو كروړ 17لكهه ته رسيدلي۔د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 11700431 ته رسيدلي۔ برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره 285136 څخه زياته شوې ، هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس 1128238فعاله رنځوران موجود دي۔ د برازيل د روغتيا وزارت شميري له مخي هېواد كښې تر اوسه 10287057څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي۔ برازيل د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دريم دغسي د مړو په اړه دويم زيات ځپلے هېواد دے۔ برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره پرله پسي زياتيږي











