هند كښې د كورونا وائرس له امله يو لكه 59 زره څخه زيات كسان مړه شول

نوي ډيلې 17مارچ (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس ځپلو شميره يو كروړ 14 لكهه 38 زره څخه زياته شوې ، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 59 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د هند ميډيا له مخي هند كښې د كورونا وائرس مجموعي ځپليو شميره 11438464 ده دغسي د فعاله كيسونو شميره 236008 ده۔ د هند د …

نوي ډيلې 17مارچ (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس ځپلو شميره يو كروړ 14 لكهه 38 زره څخه زياته شوې ، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكه 59 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د هند ميډيا له مخي هند كښې د كورونا وائرس مجموعي ځپليو شميره 11438464 ده دغسي د فعاله كيسونو شميره 236008 ده۔ د هند د روغتيا وزارت له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس نوو رنځورانو شميره كښې يو ځل بيا زياته شوې ۔ د سركاري شميرې له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 159079كسان مړه شوي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم زيات ځپلے هېواد دے۔ هند كښې په مجموعي توګه د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوي11043477كسان ښه شوي۔ د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے شوو رياستونو كښې د مهاراشټر نه علاوه تامل ناډو، كرناټك، آندھرا پردېش او اتر پردېش شامل دي۔ هند كښې تر اوسه درې كروړه 29 لكهه څخه زياتو كسانو ته د كورونا وائرس مخنيوي ويكسين لګولې شوي

مزید خبریں