امريكا كښې د كورونا ځپليو شميره 3 كروړه يو لكه څخه زياته شوه ، 10 كروړه 70 لكهه كسانو ته ويكسين لګولې شوي

واشنګټن 16مارچ (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 3 كروړه يو لكه 38 زره څخه زياته شوې دغسې هېواد كښې 10 كروړه 70 لكهه كسانو ته كورونا ويكسين لګولې شوي۔ د نهي په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 48 زره څخه زياته شوې ۔ امريكا كښې د كورونا …

واشنګټن 16مارچ (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 3 كروړه يو لكه 38 زره څخه زياته شوې دغسې هېواد كښې 10 كروړه 70 لكهه كسانو ته كورونا ويكسين لګولې شوي۔ د نهي په ورځ د امريكې ميډيا له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 48 زره څخه زياته شوې ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 30138586 ده دغسي د فعاله ځپليو شميره 7304022 ده۔چارواكو له مخي هېواد كښېد وائرس له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ امريكا كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعي توګه د مړو شميره د ټولو هېوادونو څخه زياته ده ٬د وبا له امله تر اوسه 548013 كسان مړه شوي۔ ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس دويمي چپې په مهال هم امريكا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلے شوي 22286551 څخه زيات كسان ښه شوي دي

مزید خبریں