نوې ډيلې 15مارچ (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړ 13لكهه 85 زره څخه زياته شوې ،هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكهه 58 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخي هند كښې د كورونا وائرس مجموعي ځپليو شميره 11385339ده دغسې د فعاله كيسونو شميره 219225 ده۔ د هند د روغتيا وزارت له مخي …
هند كښې د كورونا ځپليو شميره يو كروړ 13 لكهه 85 زره څخه زياته شوه

مزید خبریں
نوې ډيلې 15مارچ (اے پي پي) هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړ 13لكهه 85 زره څخه زياته شوې ،هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه يو لكهه 58 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔د ګل په ورځ د هند ميډيا له مخي هند كښې د كورونا وائرس مجموعي ځپليو شميره 11385339ده دغسې د فعاله كيسونو شميره 219225 ده۔ د هند د روغتيا وزارت له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس نوو رنځورانو شميره يو ځل بيا زياته شوې۔ د سركاري شميرې له مخي هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 158762 كسان مړه شوي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم زيات ځپلے هېواد دے۔هند كښې په مجموعي توګه تر اوسه د كورونا وائرس ځپلے شوي 11007352 كسان ښه شوي دي











