ايتھوپيا كښې د كورونا وائرس كيسونه 1 لكه 75 زره څخه زيات شول

ادېس ابابا 15مارچ (اے پي پي) د ايتھوپيا د روغتيا وزارت وئيلي دي د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله ځپلے شوي 1 زر 413 نوي كيسونه رپورټ شوي او دې نه پس هېواد كښې د وائرس له امله د ځپليو كيسونو مجموعي شميره 1 لكه 75 زره 467 ته رسيدلي۔ د چين خبر رسني ادارې له مخي ايتھوپيا د روغتيا وزارت وئيلي …

ادېس ابابا 15مارچ (اے پي پي) د ايتھوپيا د روغتيا وزارت وئيلي دي د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله ځپلے شوي 1 زر 413 نوي كيسونه رپورټ شوي او دې نه پس هېواد كښې د وائرس له امله د ځپليو كيسونو مجموعي شميره 1 لكه 75 زره 467 ته رسيدلي۔ د چين خبر رسني ادارې له مخي ايتھوپيا د روغتيا وزارت وئيلي دي د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 10 كسان مړه شوي او دې نه پس د مړو شميره 2 زره 550 ته رسيدلي دغسې د وائرس له امله يو لكه 43 زره 710 كسان ښه شوي۔ رپورټ له مخي د افريقې دويم زياته آبادي لرونكے هېواد ايتھوپيا ، د جنوبي افريقې ، مراكش ، تيونس او مصر نه پس افريقا كښې د وبائي رنځ له امله زيات ځپلے شوے هېواد دے۔د ايتھوپيا حكومت اولس ته غږ كړے چې د كورونا وائرس په اړه احتياطي تدابير عملي كړې او غونډو كښې ګډون كولو څخه ډډه وكړئ۔(

مزید خبریں