د انډونېزيا په جاوا جزيره كښې د زائرينو ګاډې ژورې كندې ته پريوت٬ 27 كسان مړه٬ګڼ شمېر ژوبل

جكارته 11 مارچ(اے پی پی)د انډونېزيا په جاوا جزيره كښې د زائرينو ګاډې ژورې كندې ته پريوتے چې په نتيجه كښې يې د جونيئر هائي سكول زده كونكي پشمول 27 كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې د بنډونګ ريسكيو ايجنسۍ عهديدار امامنګ فتمنو وئېلي دي د زائرينو ګاډې تېره ورځ په ويسټ جاوا ولايت كښې د مذهبي ځاے څخه سوبنګ سيمې ته بېرته …

جكارته 11 مارچ(اے پی پی)د انډونېزيا په جاوا جزيره كښې د زائرينو ګاډې ژورې كندې ته پريوتے چې په نتيجه كښې يې د جونيئر هائي سكول زده كونكي پشمول 27 كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې د بنډونګ ريسكيو ايجنسۍ عهديدار امامنګ فتمنو وئېلي دي د زائرينو ګاډې تېره ورځ په ويسټ جاوا ولايت كښې د مذهبي ځاے څخه سوبنګ سيمې ته بېرته روان ؤ ٬دغه مهال بس د خراب سړك له امله سوميدنګ ضلع كښې 20 ميټره ژورې كندې ته پريوت چې په نتيجه كښې يې 27 كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شول ٬ په بس كښې 66 كسان ناست وو٬د پېښې سوب معلومولو لپاره پلټنې روانې دي

مزید خبریں