واشنګټن 08 مارچ (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن خبردارے وركړے چې افغانستان څخه د امريكې او ناټو عسكرو ستنيدو سره طالبان خپل ممكنه عسكري اهداف ترلاسه كولې شي۔ د برتانيې خبر رسني ادارې له مخې پخواني امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميې او طالبانو ترمينځه شوي اوسنۍ لوظنامې ترمخه د امريكې عسكرو رارواني مياشت تر آخر افغانستان څخه ستنيدل بشپړول دي دغسې د امريكې اتحاد كښې د …
افغانستان څخه د امريكې او ناټو عسكرو ستنيدو سره د طالبانو كارروائيو كښې د زياتوالي اندېښنه ده، د امريكې خارجه وزير افغان صدر ته چټۍ

مزید خبریں
واشنګټن 08 مارچ (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن خبردارے وركړے چې افغانستان څخه د امريكې او ناټو عسكرو ستنيدو سره طالبان خپل ممكنه عسكري اهداف ترلاسه كولې شي۔ د برتانيې خبر رسني ادارې له مخې پخواني امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميې او طالبانو ترمينځه شوي اوسنۍ لوظنامې ترمخه د امريكې عسكرو رارواني مياشت تر آخر افغانستان څخه ستنيدل بشپړول دي دغسې د امريكې اتحاد كښې د ناټو پاتي 10 زره عسكر به تر 01 مئي افغانستان څخه ستانه شي۔ د امريكې خارجه وزير د افغان صدر اشرف غني په نامه چټۍ كښې د طالبانو د تشدد كارروائيو ممكنه زياتوالي اندېښني څخه خبردار كړے ۔د امريكې خارجه وزير غوښتنه كړي چې امنتي صورتحال لپاره افغانستان كښې تشدد 90 ورځو لپاره كمول او د ملګرو ملتونو د سيوري لاندي نوو امن هڅو لپاره مستقل او بشپړه جنګ بندۍ ته اړتيا ده











