صوماليه كښې بمي چاودنه٬ 21 تنه مړه٬ 30 ژوبل

موغاديشو 06 مارچ (اے پي پي)صوماليه كښې د پايه تخت موغادېشو يو مشهور هوټل نه بهر د ځانمرګي چاؤدنې په نتيجه كښې 21 تنه مړه او 30 نور ژوبل شوي۔ د المان ابلاغ ذريعو له مخې د صوماليې چارواكو وئيلي چې د ځپلې ودانۍ ملبې لاندې ګير شويو كسانو تراوسه د راويستلو كار روان دے چې ورسره د مړو په شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ده۔ د پوليس چارواكو له …

موغاديشو 06 مارچ (اے پي پي)صوماليه كښې د پايه تخت موغادېشو يو مشهور هوټل نه بهر د ځانمرګي چاؤدنې په نتيجه كښې 21 تنه مړه او 30 نور ژوبل شوي۔ د المان ابلاغ ذريعو له مخې د صوماليې چارواكو وئيلي چې د ځپلې ودانۍ ملبې لاندې ګير شويو كسانو تراوسه د راويستلو كار روان دے چې ورسره د مړو په شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ده۔ د پوليس چارواكو له مخې دا چاودنه هغه مهال وشوه كله چې خلكو د شپې روټۍ خوړله او په هوټل كښې ګڼ شمېر كښې خلك موجود وو۔د چاودنې له امله د هوټل ودانۍ تباه كېدو سره نزدې ګڼ شمېر نورو ودانو ته هم زيان رسېدلې۔ د يادونې وړ ده چې په لؤلؤ يمني نومې دې هوټل د دې نوعيت دا دويم بريد دے

مزید خبریں