كابل 01 مارچ (اے پي پي) د تركيې خارجه وزير ميولود چاوش اولو وئيلي دي چې مونږ افغانستان سره مرستې ته ټولو څانګو كښې په وده وركولو كښې خوښي لرو۔ د تركيې نشرياتي ادارې له مخې خارجه وزير ميولود چاوش اولو افغانستان سره د سفارتي اړيكو د 100مې سالګرې په موقع جاري شوي خصوصي بيان كښې وئيلين دي چې مونږ افغانستان سره مرستې ته ټولو څانګو كښې لا ودې وركولو …
افغانستان سره مرستې ته لا ودې وركولو كښې خوښي لرو، تركيه

مزید خبریں
كابل 01 مارچ (اے پي پي) د تركيې خارجه وزير ميولود چاوش اولو وئيلي دي چې مونږ افغانستان سره مرستې ته ټولو څانګو كښې په وده وركولو كښې خوښي لرو۔ د تركيې نشرياتي ادارې له مخې خارجه وزير ميولود چاوش اولو افغانستان سره د سفارتي اړيكو د 100مې سالګرې په موقع جاري شوي خصوصي بيان كښې وئيلين دي چې مونږ افغانستان سره مرستې ته ټولو څانګو كښې لا ودې وركولو كښې خوښي لرو۔ په بيان كښې وئيلي شوي چې د يادې شوې موقعې په مناسبت سره د متوقع دستورو په اړه خارجه وزير ووئيل چې په انقره كښې د افغانستان سفير عامر رامين سره په خارجه وزارت كښې دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو د علامت په توګه بوټې لګولې شي۔ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي چې په 01 مارچ 1921 تركيې۔ افغانستان اتحاد سره دوه اړخيزه اړيكې جوړ شوې وې۔ 1919 كښې خپلواكه جمهوريه تركيې جوړيدو نه پس وړومبۍ سفارت خانه كابل كښې پرانستلې شوې وه











