امريكا كښې د واورې طوفان د لاسه د مړو شمېره 70 ته ورسېده

واشنګټن ۔21 فروری(اے پی پی) امريكا كښې د واورې طوفان د لاسه د مړو شمېره 70 ته رسېدلې ده۔ په ټېكساس رياست كښې د څښلو پاكو اوبو ستونزه لا زياته شوې۔ د امريكا د ابلاغ ذريعو له مخې زياتره كسان د سختې يخنۍ او د برېښنا برېك ډاؤن د لاسه مړه شوي دي۔ د واورې طوفان د لاسه په كورونو كښې هيټنګ سسټم بند شوے دے۔ د پائپ لائنونو جم …

واشنګټن ۔21 فروری(اے پی پی) امريكا كښې د واورې طوفان د لاسه د مړو شمېره 70 ته رسېدلې ده۔ په ټېكساس رياست كښې د څښلو پاكو اوبو ستونزه لا زياته شوې۔ د امريكا د ابلاغ ذريعو له مخې زياتره كسان د سختې يخنۍ او د برېښنا برېك ډاؤن د لاسه مړه شوي دي۔ د واورې طوفان د لاسه په كورونو كښې هيټنګ سسټم بند شوے دے۔ د پائپ لائنونو جم كېدو دلاسه د څښلو پاكو اوبو ستونزه لا زياته شوې ده۔ بلخوا د چارواكو لخوا په ځپليو سيمو كښې د خوراك او څښاك څيزونه وېشلې شوي دي۔ صدر جوبائيډن وئيلي چې د ټېكساس رياست په آفت زده ګرځولو دې فوري عمل وكړے شي۔ هغه به ډېر زر د ټېكساس رياست دوره كوي۔

مزید خبریں