امريكا كښې د كورونا وائرس له امله 5 لكهه 5 زره څخه زيات كسان مړه شول

واشنګټن 19 فروري (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 2 كروړه 85 لكهه څخه زياته شوې دغسې هېواد كښې د مړو شميره 5 لكهه 5 زره ته رسيدلې۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو او مړو شميره پرله پسې زياتيږي۔ 28523524 مصدقه ځپليو سره امريكا په ټوله نړۍ كښې د كورونا وبا تر ټولو لوئي مركز او …

واشنګټن 19 فروري (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 2 كروړه 85 لكهه څخه زياته شوې دغسې هېواد كښې د مړو شميره 5 لكهه 5 زره ته رسيدلې۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو او مړو شميره پرله پسې زياتيږي۔ 28523524 مصدقه ځپليو سره امريكا په ټوله نړۍ كښې د كورونا وبا تر ټولو لوئي مركز او ځپلے شوے هېواد دے، د كورونا وائرس وړومبۍ او دويمې چپې په مهال هېواد كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ د امريكې د روغتيا محكمې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 2 كروړه 85 لكهه 23 زره څخه زيات كسان ځپلې شوي۔ دا خبره دې ياده وي ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 24 لكهه 53 زره ته رسيدلې ده

مزید خبریں