د ميانمار پوځ دې د مظاهرچيانو په ضد د سختې كارروائۍ نه ډډه وكړي۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔16فروری(اے پی پی) ملګرو ملتونو د ميانمار پوځ ته خبردارے وركړے چې د جمهورت په حق كښې د او د پوځي بغاوت په ضد د احتجاج كوؤنكو مظاهرچيانو په ضد د كومې سختې كارروائۍ كولو نه ډډه وكړي۔ د ملګرو ملتونو يو وياند له مخې د كومې هم دې ډول كارروائۍ نتيجې به ډېرې ناوړه وي۔ تېره ورځ ميانمار حكومت ګرد هېواد كښې د انټرنېت سروس معطل كولو …

ملګري ملتونه ۔16فروری(اے پی پی) ملګرو ملتونو د ميانمار پوځ ته خبردارے وركړے چې د جمهورت په حق كښې د او د پوځي بغاوت په ضد د احتجاج كوؤنكو مظاهرچيانو په ضد د كومې سختې كارروائۍ كولو نه ډډه وكړي۔ د ملګرو ملتونو يو وياند له مخې د كومې هم دې ډول كارروائۍ نتيجې به ډېرې ناوړه وي۔ تېره ورځ ميانمار حكومت ګرد هېواد كښې د انټرنېت سروس معطل كولو سره د معاشي هلو ځلو ښار ينګون په سړكونو ټانكونه ودرولې وو۔ بلخوا سنګاپور وئيلي دي د ميانمار صورتحال خطرناك دے او په روانه وضعه كښې بندېزونو ته اړتيا نشته۔ د سنګاپور حكومت له مخې په دې حقله د المان په شمول نورو مهمو اروپائي هېوادونو سره خبرې روانې دي

مزید خبریں