د هند مدھیه پردېش رياست كښې د مسافرو ګاړې نهر ته پرېوت ٬ 39 كسان مړه شول

بھوپال 16 فروری (اے پی پی) د هند مدھیه پردېش رياست كښې د مسافرو ګاړې ژور نهر ته پريوتے چې په نتيجه كښې ئې 39 كسان مړه شوي۔د هند ميډيا له مخې د نهې په ورځ د مسافرو ګاړې د مدھیه پردېش رياست سیدھی ضلع كښې بانساګر بند سره نزدې نهر ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 39 كسان مړه شوي۔چارواكو له مخې په دې مهال 7 كسان بچ …

بھوپال 16 فروری (اے پی پی) د هند مدھیه پردېش رياست كښې د مسافرو ګاړې ژور نهر ته پريوتے چې په نتيجه كښې ئې 39 كسان مړه شوي۔د هند ميډيا له مخې د نهې په ورځ د مسافرو ګاړې د مدھیه پردېش رياست سیدھی ضلع كښې بانساګر بند سره نزدې نهر ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 39 كسان مړه شوي۔چارواكو له مخې په دې مهال 7 كسان بچ كړې شوي۔ مړو شوو كسانو كښې 16 ميرمنې ، 22 نارينه او يو ماشوم شامل دے،د نورو مړو لټون روان دے۔د پېښې اطلاع ترلاسه كيدو سره پولیس او د انتظامیې افسران د پېښې ځائې ته رسيدلي۔ پولیس ذريعو له مخې بانساګر بند ریزروائر سره نزدې په نهر كښې 20 فټ څخه زياتې اوبه وي۔ دا پېښه صدر ضلع سیدھی سيمې څخه 80 کلومیټره لرې رامخې ته شوې۔ ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي۔تر اوسه د پېښې سبب نه دې معلوم شوے

مزید خبریں