پورټ ولا ۔16فروری(اے پی پی) د وانواتو پلازمينه پورټ وېلا كښې د 6.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي ۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې د امريكائي جیالوجیکل سروے تر مخه وئيلي دي د نهې په ورځ د سوئيلي بحر الكاهل جزيرې وانواتو پلازمينه پورټ وېلا كښې د 6.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي ۔ د زلزلې مركز د مركزي ښار نه 90 كلوميټره لرې او په زمكه كښې 10 كلوميټره …
وانواتو كښې د 6.2 شدت زلزله

مزید خبریں
پورټ ولا ۔16فروری(اے پی پی) د وانواتو پلازمينه پورټ وېلا كښې د 6.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي ۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې د امريكائي جیالوجیکل سروے تر مخه وئيلي دي د نهې په ورځ د سوئيلي بحر الكاهل جزيرې وانواتو پلازمينه پورټ وېلا كښې د 6.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي ۔ د زلزلې مركز د مركزي ښار نه 90 كلوميټره لرې او په زمكه كښې 10 كلوميټره ژور ؤ ۔ د سونامي وارننګ نه دے جاري شوے خو بياهم د زلزلې نه پس د 5.5 او 5.7 آفټرشاكس راغلي۔ بلخوا د زلزلې د لاسه تر دې دمه د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې











