کابل ۔14فروری(اے پی پی) د افغانستان اسلام قلعه ډرائی پورټ کسټم آفس كښې د اور لګېدو پیښې په نتيجه كښې 20 كسان ژوبل او د 50 ملين امريكائي ډالرو ماليت زيان شوے دے۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې ځائي چارواكو وئيلي د افغانستان هرات ولايت په اسلام قلعه ډرائي پورټ كښې د لګيدلي اور د لاسه د 1 زر نه زيات د تېل ٬ ګاز كارګو ټركونه تباه …
افغانستان كښې د ډرائي پورټ كسټم آفس كښې د اور لګېدو پیښه ٬ 20 كسان ژوبل ٬ د 50 ملين ډالره زيان

مزید خبریں
کابل ۔14فروری(اے پی پی) د افغانستان اسلام قلعه ډرائی پورټ کسټم آفس كښې د اور لګېدو پیښې په نتيجه كښې 20 كسان ژوبل او د 50 ملين امريكائي ډالرو ماليت زيان شوے دے۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې ځائي چارواكو وئيلي د افغانستان هرات ولايت په اسلام قلعه ډرائي پورټ كښې د لګيدلي اور د لاسه د 1 زر نه زيات د تېل ٬ ګاز كارګو ټركونه تباه شوي دي۔ د اور د لاسه دافغانستان ايران سره تړونكي ډرائي پورټ كښې د 50 ملينه امريكائي ډالرو ماليت معاشي زيان شوے دے۔ د صوبائي حكومت وياند جيلاني وئيلي دي اسلام قلعه كښې تېره ورځ د شرخوښو او سېكورټي اهلكارو ترمينځھ تصادم شوے وو۔ بياهم هغه دا نه دي وئيلې چې دا پېښه د ترهګرۍ كارروائي ده يا نه ده۔











