اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د پاكستان او سوئېلي افريقې كركټ لوب ډلو ترمينځه د سيريز دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به د فرورۍ په څلورومه نېټھ د پینډۍ په كركټ سټېډيم كښې پېل كېږي۔د پاكستان كوربه لوب ډلې په سيريز كښې وړومبې مېچ ګټلې٬د سوئېلي افريقې لوب ډله به د خپلې دورې په مهال د پاكستانۍ لوب ډلې پھ ضد درې ټي 20 مېچونه هم كوي۔د سيريز وړومبې مېچ به د فرورۍ په 11مه نېټھ دوهم مېچ به د فرورۍ په 13مه نېټھ او درېم مېچ به د فرورۍ په 14مه نېټه كېږي۔درې واړه مېچونه به د لاهور په قذافي سټېډيم كښې كېږي