د اسلام آباد نېټ بال اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې به د كشمير يووالې ورځ په لړ كښې د نېټ بال نمائشي مېچ د فرورې په 5مه نېټه كېږي

اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د اسلام آباد نېټ بال اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې به د كشمير يووالې ورځ په لړ كښې د نېټ بال نمائشي مېچ د فرورې په 5مه نېټه كېږي. د اسلام آباد نېټ بال اېسوسي اېشن سېكرټري جاوېد نواز بنګش له مخې مېچ لپاره چمتووالے نيولے شوے. دا نمائشي مېچ به د اسلام آباد ګرين او د اسلام آباد وائټ مېرمنو لوبډلو ترمېنځه كېږي. ده ووئيل اسلام آباد نېټ بال اېسوسي اېشن هر كال د فرورې په 5مه نېټه كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره د مېرمنو د نېټ بال لوبې اهتمام كوي