اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د پاكستان سپورټس بورډ تر سيوري لاندې د كشمير يووالي ورځې په لړ كښې د لوبو د مقابلو چمتووالے نيولے كېږي. دا مقابلې د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزير ډاكټر فهميده مرزا په خاص هدايت كولې شي. د دې مقابلو مقصد كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه كول دي. پاكستان سپورټس بورډ هر كال د فرورې په 5مه نېټه د دې لوبو د مقابلو اهتمام كوي