سدرن پنجاب انټرنېشنل سكواش ټورنامنټ به د راتلونكې مياشت په 11مه نېټه ملتان كښې كېږي

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) سدرن پنجاب انټرنېشنل سكواش ټورنامنټ به د راتلونكې مياشتې د فرورې په 11مه نېټه ملتان كښې كېږي. د پاكستان سكواش فېډرېشن سېكرټري جنرل ګروپ كېپټن طاهر سلطان له مخې ټورنامنټ لپاره چمتووالے نيولے شوے. ده ووئيل په ټورنامنټ كښې به د ټول هېواد څخه نارينه او زنانه لوبغاړې برخه اخلي. په ټورنامنټ كښې د 10 زرو ډالرو انعامي رقم هم اېښودلے شوے. ټورنامنټ به د فرورې تر 15مه نېټه روان وي.