واشنګټن 02 اکتوبر (اے پی پی) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ او د هغه د كوروداني میلانیا ټرمپ د کورونا وائرس له امله د ځپلے كيدو تصدیق شوے٬ دې نه پس صدر ټرمپ او وړومبۍ ميرمن خپل ځان قرنطینه كړے ۔صدر ډونلډ ټرمپ په خپل يو ټويټ كښې د دې خبرې تصدیق کړے چې زمونږ د كورونا ټېسټ پازيټيو راغلے۔ دې څخه وړاندې د صلاحكار او نزدې ملګرې هوپ ہکس …
د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ او د هغه د كوروداني د كورونا وائرس تشخیص مثبت راغلو
واشنګټن 02 اکتوبر (اے پی پی) د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ او د هغه د كوروداني میلانیا ټرمپ د کورونا وائرس له امله د ځپلے كيدو تصدیق شوے٬ دې نه پس صدر ټرمپ او وړومبۍ ميرمن خپل ځان قرنطینه كړے ۔صدر ډونلډ ټرمپ په خپل يو ټويټ كښې د دې خبرې تصدیق کړے چې زمونږ د كورونا ټېسټ پازيټيو راغلے۔ دې څخه وړاندې د صلاحكار او نزدې ملګرې هوپ ہکس هم د كورونا تشخیص شوے ؤ دې نه پس د صدر ټرمپ او د هغه د كوروداني میلانیا د کورونا ټیسټ شوے ؤ۔هوپ ہکس د نهې په ورځ ریاست اوهائیو كښې په يوه مباحثه كښې ګډون كونكو هغه اهلکارو كښې ؤ كوم چې د صدر ټرمپ سره په الوتكه كښې ناست وؤ۔دې نه پس د شورو په ورځ د سپينې ماڼۍ نمائندګانو له مخې هغه د صدر ټرمپ سره په چورلكه كښې هم مزل كړے ؤ۔ 31 كلن هوپ هکس د صدر په ډله كښې د کورونا وائرس له امله ځپلے شوي تر ټولو نزدې ملګرې دي









