جاپان كښې بزنس کانفيډنس په درېمه مياشت ښه شوے

ټوکيو 01 اکتوبر (اے پي پي) جاپان وئيلي دي سږ كال په درېمه مياشت بزنس کانفيډنس كښې معمولي اضافه شوې چې سوب ئې د كرونا نه پس د پېداواري او كاروباري هلو ځلو بحالي ده۔ د بېنك آف جاپان لخوا د لس زره كمپنو په اړه د جاج جاري رپورټ له مخې انډېكس منفي 27 ؤ كوم چې په تېرو دريو مياشتو كښې منفي 34 پوائنټ ؤ ٬ د جون …

ټوکيو 01 اکتوبر (اے پي پي) جاپان وئيلي دي سږ كال په درېمه مياشت بزنس کانفيډنس كښې معمولي اضافه شوې چې سوب ئې د كرونا نه پس د پېداواري او كاروباري هلو ځلو بحالي ده۔ د بېنك آف جاپان لخوا د لس زره كمپنو په اړه د جاج جاري رپورټ له مخې انډېكس منفي 27 ؤ كوم چې په تېرو دريو مياشتو كښې منفي 34 پوائنټ ؤ ٬ د جون په مياشت كښې د ختمو شوو دريو مياشتو په اړه د بزنس کانفيډنس شمېره د كال 2009 د مالياتي بحران نه پس زياته كمه شوې وه چې پكښې په درېمه سه ماهي كښې بهتري راغلې ٬ بېنك وئيلي دي د كرونا په نتيجه كښې د نورو هېوادونو غوندې د جاپان معيشت هم ځپلے شوے چې پكښې اوس بهتري روانه ده

مزید خبریں