ابوجا۔ 24ستمبر(اے پی پی) نائیجیریا كښې د ګاز ټانكر چاودلو په نتيجه كښی اور لګېدلے چې په ترڅ كښې ئې 28 كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي۔ د نائیجیرین ابلاغ ذريعو له مخې ابوجا كښې ميډيا سره خبرو كښې د فېډرل روډ سېفټي وياند ووئيل كوجي سيمه كښې ګاز وړونكې ټانكر ناڅاپي چاؤدلے چې له امله ئې يو شمېر كورونو او ګاډو ته زيان رسېدلے ۔ د پېښې په …
نائيجيريا كښې د ګاز ټانكر چاودلو له امله 28 كسان مړه شول
ابوجا۔ 24ستمبر(اے پی پی) نائیجیریا كښې د ګاز ټانكر چاودلو په نتيجه كښی اور لګېدلے چې په ترڅ كښې ئې 28 كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي۔ د نائیجیرین ابلاغ ذريعو له مخې ابوجا كښې ميډيا سره خبرو كښې د فېډرل روډ سېفټي وياند ووئيل كوجي سيمه كښې ګاز وړونكې ټانكر ناڅاپي چاؤدلے چې له امله ئې يو شمېر كورونو او ګاډو ته زيان رسېدلے ۔ د پېښې په نتيجه كښې 28 كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي۔ د مرستې ډلو مړي او ژوبل كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي۔ د روغتونونو ذريعو وېنا ده په مړو شوو كښې 9 كوچنيان هم شامل دي۔









