د حکومت معاشی او مالیاتی پالېسو د هېواد معيشت په خپلو پښو ودرولې چې اعتراف ئې نړيوالې ادارې هم كوي۔ سي پېك منصوبې سره به د پاكستان سره سره د ټولې منطقې قسمت بدل شي۔ د سي پېك په روټ كښې هېڅ بدلون شوے نه دے۔ په دې اړه پروپېګنډه كوؤنكو ته به د شرمندګۍ نه سوا هېڅ په لاس نه ورځي۔ کرپشن او بدعنوانۍ د هېواد د پرمختګ لاره نيولې د دې ختمولو له به ځوان كُول له خپل كردار ترسره كول وي۔ زلمې كُول بايد تعليم خپل منزل تصور كولو سره د انفارمېشن ټېکنالوجی او سائنس او ټېکنالوجی زده كړو ته خاص پام كولو سره د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له خپل كردار ترسره كړي د اولس مشر ممنون حسېن د ګورنمنټ اسلامیه کالج لاهور 61 م کانووکېشن ته خطاب

لاھور۔18 مارچ(اے پی پی ) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د حکومت معاشی او مالیاتی پالېسو د هېواد معيشت په خپلو پښو ودرولې چې اعتراف ئې نړيوالې ادارې هم كوي۔ سي پېك منصوبې سره به د پاكستان سره سره د ټولې منطقې قسمت بدل شي۔ د سي پېك په روټ كښې هېڅ بدلون شوے نه دے۔ په دې اړه پروپېګنډه كوؤنكو ته به د شرمندګۍ نه سوا هېڅ په …

لاھور۔18 مارچ(اے پی پی ) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د حکومت معاشی او مالیاتی پالېسو د هېواد معيشت په خپلو پښو ودرولې چې اعتراف ئې نړيوالې ادارې هم كوي۔ سي پېك منصوبې سره به د پاكستان سره سره د ټولې منطقې قسمت بدل شي۔ د سي پېك په روټ كښې هېڅ بدلون شوے نه دے۔ په دې اړه پروپېګنډه كوؤنكو ته به د شرمندګۍ نه سوا هېڅ په لاس ورنشي۔ کرپشن او بدعنوانۍ د هېواد د پرمختګ لاره نيولې د دې ختمولو له به ځوان كُول له خپل كردار ترسره كول وي۔ زلمې كُول بايد تعليم خپل منزل تصور كولو سره د انفارمېشن ټېکنالوجی٬ سائنس او ټېکنالوجی زده كړو ته خاص پام كولو سره د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له خپل كردار ترسره كړي۔ ده د خالي په ورځ د ګورنمنټ اسلامیه کالج لاهور 61 م کانووکېشن ته خطاب كولو۔ په دې مهال د پنجاب ګورنر محمد رفیق رجوانه‘ د لوړو زده كړو صوبائي وزير سید رضا علی ګیلانی‘ د پنجاب پوهنتون لنډ مهاله وائس چانسلر پروفېسر تقی زاهد بټ٬ د ګورنمنټ اسلامیہ کالج پرنسپل پروفېسر طاهر جاوېد٬ استاذان او لوئے شمېر طالبعلمان هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل ګورنمنټ اسلامیه کالج د پنجاب او خواؤشاه سيمو لپاره د تحرك پاكستان مركز پاتے شوے۔ او ددې ادارې د هغه وخت طالبعلمانو به قائد اعظم څخه لارښودنه ترلاسه كوله۔ او د تحريك پاكستان پېغام به ئې هر اړخ ته رسولو۔ مونږ له به د داسې ادارو د لارې د مشرانو تعليماتو او لارښودنې ته وده وركول وي۔ اولس مشر په استاذانو او طالبعلمانو زور راوړو چې هغوي د ادارې وقار او عظمت پورته ساتلو سره د قائد اعظم تعليمات وړاندې ورسوي۔ ده فارغ شويو كاميابو طالبعلمانو ته مباركي وركولو سره هيله ولرله چې دوئي به عملي ژوند كښې د هېواد سوكالۍ او پرمختګ لپاره په زړه پورې كردار ترسره كړي۔

مزید خبریں