اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف به (نن) د شورو په ورځ په درې ورځنۍ دوره تركيه ته روانېږي ۔ وزیراعظم به د ترکیه اعلیٰ كچ د تراتيجكي مرستې کونسل (ایچ ایل اېس سی سی) 5مه غونډه كښې ګډون كوي۔بيل وفاقی وزيران او د اعلیٰ چارواكو پلاوې هم وزیراعظم سره ملګرے دے۔ د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم په دوه اړخيزه ٬سيمه ايزو او …
وزیراعظم محمد نواز شریف به (نن) په درې ورځنۍ دوره تركيه ته روانېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف به (نن) د شورو په ورځ په درې ورځنۍ دوره تركيه ته روانېږي ۔ وزیراعظم به د ترکیه اعلیٰ كچ د تراتيجكي مرستې کونسل (ایچ ایل اېس سی سی) 5مه غونډه كښې ګډون كوي۔بيل وفاقی وزيران او د اعلیٰ چارواكو پلاوې هم وزیراعظم سره ملګرے دے۔ د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم په دوه اړخيزه ٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو د تركيه مشرتابه سره مشاورت او د خيالاتو څرګندونه كوي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف به د تركيه وزیراعظم بن علی یلدرم سره د زيارت پھ ورځ انقرہ كښې د پاك ۔ تركيه اعلیٰ كچ ستراتيجكي مرستې كونسل 5مې غونډې په شريكه مشري هم كوي۔ د پاك ترک اعلیٰ كچ مرستې کونسل 2009ء كښې د دواړه هېوادونو ترمينځه اعلیٰ سیاسی كچ مشاورت لپاره د فرېم ورك په توګه جوړ شوې ؤھ۔ دا میکنزم دوه اړخيزه ستراتيجكي فوکس او لارښونې له مرسته كوي او د سباؤن لپاره يو وژن ترتیبولو له مرستياله هم دے ۔ د کونسل ترمخه 6 شريكې ورکنګ ډلې كار كوي چې پكښې تجارت، توان ، بینکنګ او فنانس، مواصلات، ریلوے، تعلیم او د كلتور څانګې شامل دي۔ د کونسل په دسمبر 2010ء، مئی 2012ء، ستمبر 2013ء او فروری 2015ء كښې غونډي شوي۔ د كونسل آخری غونډه په 17 فروری 2015ء اسلام آباد كښې شوي وه۔ د کونسل فریم ورك ترمخه د دواړه هېوادونو ترمينځه 50 څخه زياتې لوظنامې او د مفاهم يادښتونو ته حتمی شکل وركړې شوې۔ د کونسل 5مې غونډې په آخر به يوه شريكه اعلامیه جاری کولې شي دغسې په دې مهال د ځينو لوظنامو او مفاهمتی یادښتونو لاس ليك هم هيله ده۔ د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم محمد نواز شریف د ترکيه اولس مشر طیب اردوان سره هم ملاقات کوي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف په 15 جولائی 2016ء ترکیه كښې د ناکامه بغاوت په ضد د پاکستان حکومت او اولس د اړخه د يووالي او مرستې لپاره عزم له د تركيه پارلمان ته هم ځي۔ د بغاوت په شپه د ترکيه پارلمان په نښه كړې شوې ؤه۔ وزیراعظم محمد نواز شریف به تركيه كښې د جمهوریت دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو ته پريزوئنې هم وړاندې كوي۔ سږ كال د پاکستان او ترکیه سفارتی اړيكو 70مه سالګرہ هم لمانځلې شي او په دې لړ كښې دواړه هېوادونو كښې خاص پروګرامونه او دستورې كېږي۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف د تركيه تږ سره به د پاك ۔ ترکيه اعلیٰ كچ ستراتيجكي مرستې كونسل 5مه غونډه كښې ګډون سره اړيكو ته لا وده وركړې شي۔











