افغانستان ٬ پكتيكا كښې د جومات نه بهر بمي چاؤدنه ، 20 وګړي ژوبل

کابل ۔ 4 مئی (اے پی پی) د افغانستان ختيز ولايت پكتيكا كښې د جومات نه بهر د لاسي بم چاؤدنې په نتيجه كښې 20 وګړي ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د صوبائي پوليس وياند شاه محمد اریان ووئيل دا چاؤدنه د خېر كوټ اولسوالۍ په محمد حسن كلي كښې تېره شپه هغه وخت وشوه كله چې خلقو جومات كښې مونځ كولو۔ د چاؤدنې په نتيجه …

کابل ۔ 4 مئی (اے پی پی) د افغانستان ختيز ولايت پكتيكا كښې د جومات نه بهر د لاسي بم چاؤدنې په نتيجه كښې 20 وګړي ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د صوبائي پوليس وياند شاه محمد اریان ووئيل دا چاؤدنه د خېر كوټ اولسوالۍ په محمد حسن كلي كښې تېره شپه هغه وخت وشوه كله چې خلقو جومات كښې مونځ كولو۔ د چاؤدنې په نتيجه كښې 20 وګړي ژوبل شوي كوم چې نزدې روغتون ته رسولې شوي ۔ د دې بريد تور په طالبانو لګولې شوې ولې هغوي بريد كښې د لاس لرلو نه انكار كړے