د صدارتي پروکليميشن هركلے كوم، د خيبر پښتونخوا اولس د اړي ګړي په ځائ امن، استحکام، پرمختګ او خوشحالي غواړي۔ فېصل کريم کنډي

پېښور 11 اکتوبر  (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې د صوبې اولس د صدارتي پروکليميشن هركلے كوي، ھغوي د د اړي ګړي په ځائ امن، استحکام، پرمختګ او خوشحالي غواړي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې خپل وېډيو پېغام كښې ګورنر واضح موقف اختيارولو سره ووئيل چې د صوبې اولس پرېكړه كړې ده چې ھغوي به نور د فتنه الخوارج ملګرتيا نه كوي۔ …

پېښور 11 اکتوبر  (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي چې د صوبې اولس د صدارتي پروکليميشن هركلے كوي، ھغوي د د اړي ګړي په ځائ امن، استحکام، پرمختګ او خوشحالي غواړي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې خپل وېډيو پېغام كښې ګورنر واضح موقف اختيارولو سره ووئيل چې د صوبې اولس پرېكړه كړې ده چې ھغوي به نور د فتنه الخوارج ملګرتيا نه كوي۔ ده واضح كړه چې اولس خپلو امنيتي ادارو سره ولاړ دے او د ترهګرو په ضد به د آخر دم جنګ كوي ځكه چې د صوبې اولس په بنيادي توګه امن پسند دي او د هر ډول ترهګرۍ يا د تشدد د كارروائيو ملاتړ نه كوي۔ ګورنر ووئيل چې د صوبې الس د نورو صوبو سره د ورورولۍ اړيكې او شريكې مرستې ته وده وركول غواړي دغسې چې د مشتركه هلو ځلو څخه هېواد او د صوبې د ترقۍ خواږه تر عام وګړي ورسولې شي او جمهوري اقدار مستحکم شي۔ ده په اولس زور راوړو چې ھغوي دې د هر ډول قانون شكنۍ، اشتعال انګيزي او فساد څخه بشپړه ډډه وكړي۔ ده خبردارې وكړو چې د امن و امان خرابولو او قانون په لاس كښې د اخستونكو هپ ضد به د فرق نه غېر سخته قانوني كارروائي كولې شي۔