اسلام آباد۔11اکتوبر (اے پي پي) په خيبر پښتونخوا كښې د ګورنر په مشرۍ كښې 11 كسيز مشاورتي كونسل جوړ كړے شوے دے٬ بېلو څانګو سره تعلق لرونكي نوموړي شخصيات په ايډوائزري کونسل كښې شامل كړے شوې دي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د اتوار په ورځ وفاقي وزيرانو محسن نقوي، اعظم نذير تارړ، طلال چوهدري او د قامي اسمبلۍ غړې ثمر هارون بلور سره په ګډه …
په خيبر پښتونخوا كښې د ګورنر په مشرۍ كښې 11 كسيز مشاورتي كونسل جوړ كړے شو٬ تحريك انصاف د كالعدم ټي ټي پي او ټي ټي اے په ملاتړ د اډانه پاليسو له امله د صوبو د زرګونو وګړو ذمه وار دے۔ عطاء الله تارړ
اسلام آباد۔11اکتوبر (اے پي پي) په خيبر پښتونخوا كښې د ګورنر په مشرۍ كښې 11 كسيز مشاورتي كونسل جوړ كړے شوے دے٬ بېلو څانګو سره تعلق لرونكي نوموړي شخصيات په ايډوائزري کونسل كښې شامل كړے شوې دي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ د اتوار په ورځ وفاقي وزيرانو محسن نقوي، اعظم نذير تارړ، طلال چوهدري او د قامي اسمبلۍ غړې ثمر هارون بلور سره په ګډه د پرېس کنفرنس په مهال د ايډوائزري کونسل تفصيلات په اړه ووئيل ايډوائزري کونسل كښې اهل او ايمانداره افسرانو ته ذمه وارۍ وركړې شوي دي۔ ده ووېيل کفايت الله خان د داخله چارو سلاحكار، طارق محمود پاشا د فنانس سلاحكار، پخوانې ايډووکيټ جنرل خېبر د پختونخوا عامر جاوېد د قانون سلاحكار، ډاکټر سيد عامر عبدالله د تعليم سلاحكار، د پاکستان وړومبۍ میرمن يفټيننټ جنرل (ر) نګار جوهر خان د روغتيا سلاحكاره ، د پلاننګ اينډ ډويلپمنټ پخوانے ايډوائزر ډاکټر سرفراز علي شاه د مائنز اېنډ منرلز سلاحكار، ډاکټر محمد ارشاد د انډسټريز اينډ کامرس سلاحكار، آصف رفيق آفريدۍ د كمېونيكېشن اېنډ ورکس سلاحكار، خطيب اعليٰ مولانا محمد طيب قرېشي د مذهبي چارو سلاحكار، عثمان سيف الله خان د انرژۍ سلاحكار او اېم اېن اے ثمر هارون بلور د اطلاعات او خپرونو سلاحكاره مقرر كړی شوې ده۔ ده ووئيل چې د پي ټي آئي اړيكې ترهګرو سره ملاوېږي٬ دوي د ترهګرۍ خاتمې لپاره بالكل غېر سنجيده دي٬ د پي ټي آئي حکومت ترهګرو زره جوړه ژاړه ده چې په سبب ېې د صوبې انتظامي حالات تباهۍ ته رسېدلې دي۔ ده ووئيل چې انټيلي جنس بيورو او د قانون نافذ کوٶنكو ادارو رپورټس كښې د صوبه صورتحال تشويشناك ګرځولے شوے دے٬ د پي ټي آئي نه علاوه په ټولو سياسي ګوندونه په صوبه كښې د ترهګرۍ بريدونه شوي۔ ده ووئيل چې ترهګرو او د پي ټي آئي ترمېنځه تر پاور شيئرنګ خبره رسېدلې ده٬ ترهګرو ته په صوبه كښې محفوظ رسنه ترلاسه وه او د دوي مالي مرسته هم كېدې ۔ ده ووئيل د صوبائي حکومت آئيني ذمه واري وه چې د عام وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كړي۔ سوال دا دے چې آيا صوبائي حکومت خپلې دا آئيني ذمه واري نه شوې ترسره كولې؟ يا دوي كښې د اهليت او صلاحيت فقدان دے۔ ده ووئيل كومو عناصرو چې د صوبې امن تباه كړې٬ وګړي ئې شهيدان كړي او روغتونونه، جوماتونه، تھاڼې او د ځواكونو اهلكار ئې د ترهګرۍ د بريدونو په نښه كړي صوبائي حكومت هم دغه كسان بااختياره كړي٬ د ترهګرو او د پي ټي آئي صوبائي حكومت ترمېنځه د اختيارات د وېش يوه فارموله جوړېده چې پېل ئې سوئيلي ضلعو څخه شوې او كوم چې پرله پسې ټوله صوبه كښې خپرېدو۔ عطاء الله تارړ ووئيل امن و امان، تحفظ او سلامتيا باوري كول د صوبائي حکومت ذمه واري وه٬ د پي ټي آئي حکومت نه يوازې د ترهګرو سهولت كاري كړې بلكې دوي ئې په صوبائي انتظاميه كښې شراکت دار هم جوړ كړي٬ د ترهګرو او په صوبه كښې د صوبائي حکومت ترمېنځه د جوړې ژاړې په نتيجه كښې يو شمېر ضلعې ترهګرو ته سپارلې شوې وې چرته چې دوي وګړي او جوماتونه په نڼه كول او په روغتونون ئې بمبارۍ كولې۔ ده ووئيل چې طالبان د بهرنيو قوتونو په فنډز چلېندونكي عناصر دي څوك چې پاكستان تباهۍ ته رسول غواړي۔ ده ووئيل كه څوك په بهرني فنډنګ زمونږ وګړي شهيدان كوي٬ د دوي مال او ځان ته زيان رسوي او يو صوبائي حكومت د دوي سهولت كاري وكړي او په حکومتي معاملو كښې په شراکت دار جوړولو كښې شريك وي نو د دې نه لوے آئيني بحران څه كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د صوبائي حکومت مينډيټ د اولس تحفظ، سلامتيا او امن و امان باوري كول ٶ خو د دې برعكس دوي د پوليس په اړه يو متنازعه بل هم وړاندې كړو د كومې د لارې چې ترهګرو ډلو سره تړون لرونكي كسان په پوليس كښې د بھرتي كولو لاره د هوارولو هڅې شوې٬ سوال دا دې چې نېغ په نېغه د ډي اېس پي تعيناتي ولې كېده؟ مقصد ترهګر او د دوي پلويانو ته په پوليس كښې ځائ وركول ٶ٬ صوبه ترهګرۍ پلو بوتللې كېدې د دې ناقابلِ ترديد شواهد او ثبوت موجود دي۔ ده د صوبائي کابينه په کارکردګۍ سوال پورته كولو سره ووئيل چې د ټولې كابينې د كاركردګۍ جاج واخلۍ ٬ دوي كېدې شي چې په ټاك شوز كښې په نظر راتلل خو وزيراعليٰ څه كړي؟ ده په ګورننس څومره وخت لګولے؟ ايا دې د ګورننس د تقاضو نه خبر دے او ايا ھغه پوهېږي چې حكومت څنګه چلولې كېږي او اولس څنګه سوكاله كېدې شي؟ ده ووئيل نن دې ډلې څخه ځان خلاص شو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پي ټي آئي صوبائي حکومت په آئيني طريقه اخوا كړې شوے٬ تحريك انصاف د كالعدم ټي ټي پي او ټي ټي اے په ملاتړ د اډانه پاليسو له امله د صوبو د زرګونو د شمېر وګړو ذمه وار دے٬ د طالبانو د مېرمنو په اړه پاليسو نظاره د پي ټي آئي د حكومت په طرز عمل كښې په نظر راتلو چرته چې د مېرمنو حقونه د پښو لاندې كېدل۔












