وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا  كښې د ګورنر معاونت لپاره 11 كسيزه مشاورتي کونسل جوړ كړو٬ رسمي حكم جاري

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا كښې د آئين آرټيکل 232 او 234 له مخې د صوبائي حکومت اختيارات ګورنر ته سپارلې دي٬ درې سره د ګورنر معاونت او د حكومت چارو لپاره 11 كسيزه رسمي مشاورتي کونسل هم جوړ كړے شوے دے۔ په دې لړ كښې د کيبنټ سيکريټريټ (کيبنټ ډويژن) لخوا ګزټ آف پاکستان لپاره د وفاقي حکومت آرډر نمبر 1/2026 جاري …

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا كښې د آئين آرټيکل 232 او 234 له مخې د صوبائي حکومت اختيارات ګورنر ته سپارلې دي٬ درې سره د ګورنر معاونت او د حكومت چارو لپاره 11 كسيزه رسمي مشاورتي کونسل هم جوړ كړے شوے دے۔ په دې لړ كښې د کيبنټ سيکريټريټ (کيبنټ ډويژن) لخوا ګزټ آف پاکستان لپاره د وفاقي حکومت آرډر نمبر 1/2026 جاري كړے شوے دے۔ د نوټيفکيشن د متن له مخئ  په صوبه كښې د آئيني تقاضو له مخئ د حکومت په نه چلولو  په 11 اکتوبر 2026 پروکليميشن جاري كړے شوے٬ د آئين آرټيکل 232 شق (2) پيراګراف (سي) له مخې وفاقي حکومت ګورنر خېبر پښتونخوا له اختيار وركړے دے چې ھغه به د وفاق لخوا د صوبائي حکومت ټول اختيارات او فرائض ترسره كوي٬ او د دې فرائضو ادائيګۍ لپاره دوي ته د يو مشاورتي کونسل معاونت هم ترلاسه وي٬ د وفاقي حکومت لخوا د جاري حكمنامے له مخې په 11 كسيزه مشاورتي کونسل كښې طارق محمود پاشا، ډاکټر عامر عبدالله، ليفټيننټ جنرال (ر) نګار جوهر، ثمر بلور، ډاکټر سرفراز علي، عامر جاوېد، ډاکټر اېم ارشد، کفايت الله، طيب قرېشي، عثمان سيف الله خان او آصف رفيق شامل كړې شوې دي٬ دا کونسل به د صوبې په انتظامي او حکومتي معاملو كښې د ګورنر معاون او مرستيال وي۔