په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ په ضد په مرسته نه کولو او د آئيني مشينرۍ په ناکامۍ، صدر مملکت ايمرجنسي نافذ كړه، وزيراعليٰ او صوبائي کابينه فارغ، انتظامي کنټرول ګورنر ته وسپارلے شو، په ټاكلی وخت كښې به د قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه توثيق کیږي۔ وفاقي وزير محسن نقوي وفاقي وزيرانو سره پرېس كنفرنس

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ د زياتو شوږ سنګينو خطرو، د صوبائي حکومت د خوښی نه لرلو او د آئيني مشينري د ناکامۍ نه وروستو د آئين آرټيکل 232 او 234 له مخې په صوبه كښې په سمدستي توګه ايمرجنسي نافذ كولو سره صوبائي حکومت غېر فعاله كړے شوے او ټول انتظامي اختيارات د خېبر پښتونخوا ګورنر ته سپارلې شوې …

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ د زياتو شوږ سنګينو خطرو، د صوبائي حکومت د خوښی نه لرلو او د آئيني مشينري د ناکامۍ نه وروستو د آئين آرټيکل 232 او 234 له مخې په صوبه كښې په سمدستي توګه ايمرجنسي نافذ كولو سره صوبائي حکومت غېر فعاله كړے شوے او ټول انتظامي اختيارات د خېبر پښتونخوا ګورنر ته سپارلې شوې دي٬ د دوه ساعته نه زيات وخت د وفاقي كابينې په تفصيلي غونډه كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر د اندیښنی وړ رپورټ او د سکيورټي ادارو د موادو جاج اخستو نه پس وزيراعظم صدرِ مملکت ته د ايمرجنسي نفاذ لپاره ايډوائس واستولو، د كوم قانوني ضرورتونو ترسره كېدو نه پس چی وفاقي وزير محسن نقوي د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ، وزير مملکت سينيټر طلال چوهدري د ثمر بلور سره په مشترکه پرېس کنفرنس كښې په رسمي توګه دا اعلان وكړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي د صورتحال تفصيلي پس منظر ښودلو سره ووئيل چې دا پرېكړه آسانه نه وه بلكې وفاقي حكومت د يو مياشت نه د زياتې مودې راهسې هڅې كوې چې د خېبر پښتونخوا حکومت سره په ګډه د ترهګرۍ په ضد دې يو موټې كېدو سره جنګ وكړې شي او زه خپله په ذاتي توګه پس پرده رابطو كښې وم۔ ده واضح كړه چې د د پي ټي آئي د لانګ مارچ نه وړاندې ھغه ټولې مطالبې ٬ كه ھغه د ملاقونه وې يا د درملنې، پوره كولې كېدې او د وزيراعظم د نيويارك دورې نه وړاندې هم د اپوزيشن مشرانو سره خبرې كېدل ٶ خو ولې د بل اړخ نه حتمي ځواب ترلاسه شو٬ د دې نه وروسته د صدر او وزيراعظم د جوړې كړې شوې کميټۍ له مخې د پي ټي آئي مشرانو سره مذاكرات وشول، چرته چې اسد قېصر د ترهګرۍ په ضد په ګډه د جنګ كولو د عزم څرګندونه وكړه خو د صوبائي حكومت ان بورډ كولو په معامله ډيډ لاك پاتې شو٬ په مذاکراتو كښې درې څلور ځله ډرافټ فائنل شو او د ھغوي تجويزونه شامل كړې شول خو ولې هر ځل د صوبائي حکومت لخوا د نوې مؤقف رامخې كېدو له امله معامله سبوتاژ كړې شوه٬ د شپې تر 11:45 بجے حتمي رابطې وشوې دغسې چې كومه مېنځنۍ لاره رامخې ته شي خو صوبائي مشرانو لخوا په زړه پورې ځواب ترلاسه نه شو٬مولانا فضل الرحمٰن د وزيراعظم او پي ټي آئي سره ملاقانه عبث شول۔ محسن نقوي واضح كړه چې پرلتۍ يا لانګ مارچ د مسئلې حل نه ٶ، په اصل كښې معامله د ترهګرۍ وه چې په ھغې صوبائي حكومت مرسته ونه كړه۔۔ ده ووئيل د صوبې په 12 ضلعو كښې صورتحال تر دې حد خراب دے چې د ماښام نه ورسته څوك د كور نه نشي وتې، د اليکشن کميشن سينيئر افسر شهيد كړې شو، د پوليس مسلسل ټارګټ کلنګ كېږي، کسټمز او فورسز په نښه كېږي۔ ده ووئيل چې مونږ صوبائي حكومت سره په ګډه وړومبې په پنځو ضلعو كښې پوليس مضبوطولو، اېف سي او پوځ پرله پسې د راوباسلو او د ټول ضروري فنډز وركولو منصوبه جوړه كړه خو د څلور مياشتو تېرېدو باوجود په صوبائي كچه هېڅ پېشرفت ونه شو٬ د وفاق او صوبې خارجه پاليسۍ مختلف نشي كېدې او طالبانو سره تعلق هم د چا نه پټ نه دے٬ په تېر يو نيم كال كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې 195 فيصده او شهادتونو كښې 113 فيصده اضافه شوې ده او پوليس ته وركړې شوې د 20 اربه بجټ هم زبادنه كېږي او د ترهګرۍ په تعريف بحث كېږي۔ محسن نقوي كه روزانه د ځوانانو قربانۍ وركول ٶ او صوبائي حکومت اونرشپ نه اخستو نو وفاق له رياست بچ كوول لپاره د دې پرېكړې كولو نه علاوه بله لاره پاتې نه وه