داخله وزير د ضرب عضب عملياتو بنياد كېښودونكي د لېفټېننټ جنرال (ر) خالد رباني د خدماتو ستائنه وكړه

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د ضرب عضب عملياتو بنياد كېښودونكي د لېفټېننټ جنرال (ر) خالد رباني د خدماتو ستائنه كړې۔ د جمعې په ورځ سنګجاني انټرچېنج پرانستې په موقع دستورې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د سنګجاني انټرچېنج منصوبه د سول ملټري كوآرډينېشن ښه مثال دے۔ ده ووئيل لېفټېننټ جنرال (ر) خالد رباني د ضرب عضب عملياتو …

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د ضرب عضب عملياتو بنياد كېښودونكي د لېفټېننټ جنرال (ر) خالد رباني د خدماتو ستائنه كړې۔ د جمعې په ورځ سنګجاني انټرچېنج پرانستې په موقع دستورې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د سنګجاني انټرچېنج منصوبه د سول ملټري كوآرډينېشن ښه مثال دے۔ ده ووئيل لېفټېننټ جنرال (ر) خالد رباني د ضرب عضب عملياتو بنياد اېښې ٶ په كومو كښې چې نه يوازې پاك پوځ بلكې پاكستان ته كاميابۍ ترلاسه شوې دي۔ د يادونې وړ ده چې خالد رباني د آرمي وېلفيئر ټرسټ هاٶسنګ سوسائټي اېم ډي دے