امریکا ۔ایران امن لوظنامه كښې د پاكستان مهم كردار د پاكستان د وقار ٬ سفارتي مقام او نړيوال باور څرګندونه ده: دانیال چوهدری

  پېنډۍ۔15جون (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بېرسټر دانیال چوھدري وئيلي دي د امريكې او ايران ترمينځه  امن لوظنامه كښې د پاكستان مهم كردار او په دې لاس ليك تاريخي دستوره كښې كوربتوب په نړيواله كچه د پاكستان د وقار ٬ سفارتي مقام او نړيوال باور عكاسي كوي۔ په خپل بيان كښې بېرسټر دانيال چوهدري ووئيل د ايران او امريكې ترمينځه لاس ليك كېدونكې لوظنامه …

 

پېنډۍ۔15جون (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سېكرټري بېرسټر دانیال چوھدري وئيلي دي د امريكې او ايران ترمينځه  امن لوظنامه كښې د پاكستان مهم كردار او په دې لاس ليك تاريخي دستوره كښې كوربتوب په نړيواله كچه د پاكستان د وقار ٬ سفارتي مقام او نړيوال باور عكاسي كوي۔ په خپل بيان كښې بېرسټر دانيال چوهدري ووئيل د ايران او امريكې ترمينځه لاس ليك كېدونكې لوظنامه د محاذ آرائي په مقابل كښې د سفارتكارۍ ٬ د شخړو په مقابل كښې د خبرو او د تاؤ تريخوالي په مقابل كښې د امن بريا ده۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف بصيرت لرونكے مشرتابه ٬ د  چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر د سلامتيا مؤثرې تګلاره  ٬ د نائب وزیراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار سفارتې پوهې او د وفاقي وزير محسن نقوي سيمه ايزې رابطه كاري د دې مهم پېشرفت ممكن كولو كښې بنيادي كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل دا لوظنامه نړۍ ته ښكاره پېغام وركوي چې پاكستان د امن ٬ استحكام ٬ اتحاد او اميد علامت دے او په سباؤن كښی به هم نړيوال امن او سلامتيا ته ودې وركولو له خپل رغنده كردار ترسره كوي