پاكستان د ايران-امريكې شخړه كښې امن لپاره مهم كردار ادا كړے ٬آبنائے هرمز پرانستلو څخه به د توان وركړه او بيعو كښې ښه والے راشي۔سينيټر شيري رحمان

  اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټي نائب صدرې سينيټر شيري رحمان وئېلي دي ټول قام ته نن د  فخر وړ په دې ورځ مباركي وركوم٬پاكستان  د ايران-امريكې شخړه كښې امن لپاره مهم كردار ادا كړے ٬د آبنائے هرمز پرانستلو څخه به د توان وركولو او بيعو كښې ښه والے راشي٬د غربت ښكار اولس ته به په نړيوالو بيعو كښې د كمي څخه ريليف ترلاسه شي۔د ګل په …

 

اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټي نائب صدرې سينيټر شيري رحمان وئېلي دي ټول قام ته نن د  فخر وړ په دې ورځ مباركي وركوم٬پاكستان  د ايران-امريكې شخړه كښې امن لپاره مهم كردار ادا كړے ٬د آبنائے هرمز پرانستلو څخه به د توان وركولو او بيعو كښې ښه والے راشي٬د غربت ښكار اولس ته به په نړيوالو بيعو كښې د كمي څخه ريليف ترلاسه شي۔د ګل په ورځ د سينيټ غونډه كښې  دې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او صدر مملكت آصف علي زرداري٬فيلډ مارشل عاصم منير٬چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او د نورو مشرانو مننه وكړه۔دې ووئيل  پاكستان د ايران-امريكې په شخړه كښې امن لپاره مهم كردار ادا كړے٬د ټولې نړۍ څخه د پاكستان سفارتي هڅې ستائېلې كيږي۔دعا ده چې ايران-امريكا په لوظ نامه د جمعې په ورځ لاس ليك شي٬ دې ووئېل اسرائيل د سيز فائر هڅې ناكامولې غوښتې خو كامياب نه شو٬ بيك ډور او سائيډ چينل ډپلوميسي ناممكن ممكن جوړ كړي ۔شيري رحمان ووئيل  آبنائے هرمز پرانستلو څه به د توان وركړه او بيعو كښې ښه والے راشي٬د غربت ښكار اولس ته به په نړيوالو بيعو كښې د كمي څخه ريليف ترلاسه شي٬ د 18 كهربه روپو په بجټ كښې  د مينځنۍ درجې او بې وسه طبقې ته ريليف ترلاسه كېدل پكار دي۔