اسلام آباد۔15جون(اے پی پی)د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي وئېلي دي د پاكستان كركټ ښه والے د بورډ وړومبې پام لرنه ده او د قامي ډلې كمزوريو لرې كولو لپاره سنجيده اقدامات كېږي ۔محسن نقوي ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د لوبغاړو فزيكل فټنس ملاتړ كوو او فټنس ښه كاركردګۍ لپاره بنيادي عنصر ګڼو۔ده ووئيل د ډلې مجموعي كاركردګي ښه والي لپاره به هر ممكن اقدامات كولې …
د قامي لوبډلې كاركردګي ښه كولو لپاره سنجيده اقدامات كېږي۔محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔15جون(اے پی پی)د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن نقوي وئېلي دي د پاكستان كركټ ښه والے د بورډ وړومبې پام لرنه ده او د قامي ډلې كمزوريو لرې كولو لپاره سنجيده اقدامات كېږي ۔محسن نقوي ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د لوبغاړو فزيكل فټنس ملاتړ كوو او فټنس ښه كاركردګۍ لپاره بنيادي عنصر ګڼو۔ده ووئيل د ډلې مجموعي كاركردګي ښه والي لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي۔ده ووئيل قامي ډله دوه اړخيزه سيريز كښې ښه لوبه كوي خو لويو ټورنامنټس كښې د ډلې كاركردګي د هيلو له مخې نه وي او زياتره ډله د فشار ښكار شي او ماتې سره مخ شي ٬كومې ته چې خاص پام كولې شي۔چيئرمېن د سليكشن كمېټۍ نوې طريقه كار او ډيټا اډانه نظام په اړه خبرو كښې ووئېل سليكشن كمېټۍ سره ډېر كار دے۔په دې موقع د پي سي بي سي او سمير احمد٬قومي كركټ ډلې هيډ كوچ مائك هيسن٬پي سي بي ميډيكل پينل مشر جاويد مغل٬د پي سي بي چيئرمېن ايډوائزر بلال افضل او پخوانې ټيسټ كركټر عاقب جاويد هم موجود وو۔








