اسلام آباد۔15جون (اے پي پي)د وزیر وفاقي وزير محمد حنیف عباسي سره د روسيه ټریډ قونصلر په رېلوے وزارت كښې ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ریلوے په څانګه كښې د مرستې په ودې ، د سرمایه کارۍ په موقعو او د شرېكې خوښې په چارو اتفصیلي خبرې وشوې ۔ملاقات کښې وفاقي وزیر ووئېل پاکستان د روس سره خپلو دوستانه اړيكو ته ډېر اهمیت وركوي ۔ …
د رېلوے وفاقي وزیر سره د روس ټریډ قونصلر ملاقات، د روسیې کمپنیو د سرمایه کارۍ به هر كلے كوو ، محمد حنیف عباسي

مزید خبریں
اسلام آباد۔15جون (اے پي پي)د وزیر وفاقي وزير محمد حنیف عباسي سره د روسيه ټریډ قونصلر په رېلوے وزارت كښې ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ریلوے په څانګه كښې د مرستې په ودې ، د سرمایه کارۍ په موقعو او د شرېكې خوښې په چارو اتفصیلي خبرې وشوې ۔ملاقات کښې وفاقي وزیر ووئېل پاکستان د روس سره خپلو دوستانه اړيكو ته ډېر اهمیت وركوي ۔ ده د روسیې کمپنیو ته د پاکستان ریلوے په مختلف ترقیاتي منصوبو كښې د شمولیت بلنې وركولو سره ووئېل ټریک اپ ګریډیشن، د سګنلنګ سسټمز جدید کارۍ او آپریشنل استعداد كښې د زياتوالي لپاره به د روسي سرمایه کارو هر كلے كولې شي ۔ وفاقي وزیر نزدې سباون كښې د روس دورہ کولو خوښي هم ولرله ٬ دغسې چې د هغه ځائے د جدید ریلوے نظام د نزدې نه جاج واغستلے شي روس ټریډ قونصلر د پاکستان ریلوے ترقۍ لپاره د روس مرستې په اړه خوښي څرګنده كړه٬ هغه ووئېل روس پاکستان سره تکنیکي او ادارہ جاتي همكاري لا پراخه كول غواړي ۔ د ملاقات په آخر كښې فریقین د ریلوے مرستې د لارې د شرېكې ګتې او اقتصادي ترقۍ د نوو موقعو پیدا کولو عزم څرګند كړو









