نيويارك 12 مارچ (اے پي پي) د اقليتي چارو په اړه د ملګرو ملتونو پوهانو د اقليتي ډلو كوچنيانو ته په مورنۍ ژبه كښې په تعليم وركولو زور رواړې۔ په جنيوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل په تازه راپور وړاندې كولو كښې فرنېنډ ډي وارينس وئيلي دي په مورنۍ ژبه كښې جامع او معياري تعليم د ماشومانو د بشري حقونو بنيادي غوښتنه ده۔ ده ووئيل په مورنۍ …
د ملګرو ملتونو پوهانو د اقليتي ډلو كوچنيانو ته په مورنۍ ژبه كښې په تعليم وركولو زور رواړې
نيويارك 12 مارچ (اے پي پي) د اقليتي چارو په اړه د ملګرو ملتونو پوهانو د اقليتي ډلو كوچنيانو ته په مورنۍ ژبه كښې په تعليم وركولو زور رواړې۔ په جنيوا كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل په تازه راپور وړاندې كولو كښې فرنېنډ ډي وارينس وئيلي دي په مورنۍ ژبه كښې جامع او معياري تعليم د ماشومانو د بشري حقونو بنيادي غوښتنه ده۔ ده ووئيل په مورنۍ ژبو كښې د معياري تدريس آثرات تر اوږدې مودې وي او كه په دې عمل وكړې شي نو په تعليمي نتيجو كښې به هم بهتري راشي۔ راپور له مخې د مورنۍ ژبې تعليم سره معاشرتي شرح خواندګۍ كښې هم بهتري راتللې شي۔ ده ووئيل په مورنۍ ژبه كښې زده كړه زده كوٶنكو كښې خود اعتمادي راپېدا كوي او دې سره به په سباٶن كښې په كم اجرت او د بې روزګارۍ مسئلو مخنيوي له هم مرسته ترلاسه شي۔ د راپور له مخې ھغه ژبه كومه چې د رياست د نيمې نه لږه آبادي وائي ھغه د ھغه ځائ د لساني اقليت نمائندګي كوي۔ راپور كښې سفارش شوې جې د مورنو ژبو د تعليم دائره دې تر دې حده زياته كړې شي چې د پوهنتون د كچې تعليم هم پكښې شامل وي او ھغه د مضمون په توګه وښودلې شي۔ راپور له مخې ګرده نړۍ كښې 6 زره تسليم شوې ژبې وئېلې كېږي په كومو چې دا سفارشات نافذ كېدې شي











