کرونا وائرس په المان كښې د کساد بازارۍ سوب جوړېدې شي۔ د المان د اقتصاديات پوهه

برلن 10 مارچ (اے پي پي) د المان د اقتصاديات او د اكنامك ريسرچ انسټيټوټ مشر کلينز فوئسټ وئيلي دي کرونا وائرس په المان كښې د کساد بازارۍ سوب جوړېدې شي او د دې وائرس له امله په نړيواله كچه معاشي بحران هم رامخې ته كېدې شي۔د نهې په ورځ د المان د خپرونو ادارې اېس ډبليو آر سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د المان حكومت د وائرس مخنيوي لپاره سم اقدامات كړې خو په دې لړ كښې نورو اقداماتو ته اړتيا ده