د چين اولس مشرشي جن پنګ د كرونا وائرس ځپلي ووهان ښار دوره

بيجنګ 10 مارچ (اے پي پي) د چين اولس مشرشي جن پنګ د كرونا وائرس ځپلي ووهان ښار دوره كړې ده۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې شي جن پنګ د خپلې دورې په مهال د رنځ مخنيوي لپاره د يو مركز معائنه هم كړې۔ ده په دې موقع په وېډيو لنك ميډيكل سټاف او وائرس ځپليو ته وېنا هم وكړه ۔ دا وائرس د ټولو نه وړاندې په ووهان ښار كښې رامخئ ته شوې وو۔ د يادونې وړ ده د شي جن پنګ دې دورې ته په چين كښې د وائرس لرې كېدو په اړه په اړه كتلې شي۔ د ووهان ښار پشمول ټوله صوبه د جنورۍ څخه په بشپړه توګه لاك ډاٶن سره مخ ده او دا ګمان كېږي چې د دې اقداماتو له امله چين د وائرس په ضد تر ډېره حده كاميابي بيا موندلې