کابل ۔ 8 مارچ (اے پی پی)د افغانستان منځنۍ صوبې لوګر صوبائي كونسل يو غړے كابل كښې د نامعلومه وسله والو په ډزو ووژلې شو۔ د كابل پوليس وياند فردوس فارامارز د صوبائي كونسل غړي محمد ناصر غېرت د مړ كېدو تصديق كولو سره وئيلي دي چې د نامعلومه بريد كوؤنكو پېژندګلو تر دې دمه شوې نه ده او نه د دې بريد كوم محركات معلوم شوي دي۔ بلخوا كابل پوليس د دې بريد په اړه تفتيش پېل كړې دې۔ د لوګر صوبې ګورنر هم د دې پېښې تصديق كړې دې۔ ده زياته كړه چې ياده شوې پېښه كښې د غېرت درې محافظ هم وژلې شوي دي۔ تر دې دمه كومې ډلې ددې پېښې ذمه واري قبوله كړې نه ده۔