د امريكې او طالبانو ترمېنځه تاريخي د سولې تړون وشو، اړوند ډلو په اتفاق سره تړون لاسليك كړو

دوحه 29 فروری (اے پي پي) د امريكې او طالبانو ترمېنځه تاريخي د سولې تړون وشو، اړوند ډلو په اتفاق سره تړون لاسليك كړو. د امريكې لخوا زلمي خليل زاد او د طالبانو لخوا ملا عبدالغني برادر دا تړون لاسليك كړو. د امن تړون د اعلاميې د نكاتو له مخې د افغانستان نه به په 14 مياشتو كښې د امريكائي پوځ د وتلو عمل ترسره كېږي، د وتلو پلان به …

دوحه 29 فروری (اے پي پي) د امريكې او طالبانو ترمېنځه تاريخي د سولې تړون وشو، اړوند ډلو په اتفاق سره تړون لاسليك كړو. د امريكې لخوا زلمي خليل زاد او د طالبانو لخوا ملا عبدالغني برادر دا تړون لاسليك كړو. د امن تړون د اعلاميې د نكاتو له مخې د افغانستان نه به په 14 مياشتو كښې د امريكائي پوځ د وتلو عمل ترسره كېږي، د وتلو پلان به د طالبانو لخوا د امن تړون عملي كېدو سره مشروط وي، افغان خاوره به په امريكا او اتحاديانو بريد لپاره نه كارول كېږي، د امريكې او د اتحادي ځواكونو د وتلو به ټائم لائن وركولې شي، د افغانانو ترمېنځه د مذاكراتو د لارې به سياسي استحكام راوستلې شي، په افغانستان كښې به دائمي جنګ بندي وي. د سولې د تړون دستوره د قطر په پلازمينه دوحه كښې وشوه چې پكښې د اوو هېوادونو خارجه وزيرانو پشمول د 50 نه د زياتو هېوادونو استازو ګډون وكړو. د طالبانو 31 كسيزه پلاوې هم په دستوره كښې موجود وو. د تړون له مخې امريكا او طالبان به بنديان هم خوشي كوي، د تړون له مخې په افغانستان كښې به د 19 كلن اوږد جنګ خاتمه وشي او د افغانستان نه به د امريكائي ځواكونو د وتلو عمل پېل شي. په دې موقع د قطر خارجه وزير په خپله وېنا كښې ووئيل چې د قطر حكومت د تړون كاميابې لپاره هم كردار ترسره كړے. د ټولو اړوند ډلو كردار د ستائنې وړ دے. د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو ووئيل چې د تاريخي مذاكراتو په كوربتوب كولو د امير قطر مننه كوو. ده ووئيل چې د امن تړون نه پس به اوس امريكا او اتحاديان د جنګ يره ونه لري، امريكا او طالبان د لسيزو نه پس خپل اختلافات او شخړې له مېنځه وړي. امن لپاره د زلمي خليل زاد كردار د ستائنې وړ دے. افغانستان او امريكائي ځواكونو امن لپاره په ګډه كار كړے. ده ووئيل چې ټول افغانان امن او خوشحالې سره د پاتې كېدو حق لري، نن د سولې بريا شوې. د افغان طالبانو لارښود ملا عبدالغني برادر ووئيل چې د امريكې او طالبانو ترمېنځه د امن تړون تاريخي لمحه ده، امن تړون لپاره د پاكستان د كردار ستائنه كوو، په كامياب امن تړون ټولو اړوند ډلو ته مباركي وايم، امن تړون سره افغان اولس د خوشحالې په نوي پړاٶ كښې داخلېږي. سيمه ايزو هېوادونو او نړيوالې ټولنې په ګډه كار كړے. ده ووئيل چې په تړون كښې د ګډون كوونكو هركلې كوم ، دې تړون لپاره د چين او روسيې پشمول د نورو هېوادونو د مرستې مننه كوم. ده ووئيل چې نن نوې تاريخ جوړېږي، مونږ ټولو هېوادونو سره غوره اړيكې غواړو.

مزید خبریں