بيجنګ 16 فروري (اے پي پي) په چين كښې د كرونا وائرس په نتيجه كښې نور 142 كسان مړه شوي دي او دې سره د مړو شويو ټولو كسانو شمېره 1665 ته رسېدلې. د چينائي چارواكو له مخې په ووهان ښار كښې د خپرې شوې وبا په وجه نور 142 كسان مړه شوي دي. دغسې د ځپليو شمېره 68 زرو ته رسېدلې. د دې رنځ كېسونه په 30 هېوادونو كښې رامېنځ ته شوي دي. په مصر كښې د كرونا وائرس يو رنځور رامېنځ ته شوې كوم چې په براعظم افريقا كښې وړومبې كېس دے. له بلې خوا د سډني پوهنتون پوهانو د وائرس مخ نيوي لپاره د مهمې كاميابې ترلاسه كولو ادعا كړې.