ملګري ملتونه 12 اکتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سكرټري انتونیو ګوتریش د ریاض په مرکزي هوائي اډه د حوثي ياغیانو د میزائل بريد سختې غندنې كولو سره وئېلي دي د وګرو او شهري تنصیبات په نخښه كول د نړيوال قانون خلاف ورزي ده ، داسې بريدونه سمدستي بندول پكار دي ۔ د ملګرو ملتونو عمومي سیکرټري د اتوار په شپه جاري بيان كښې د بريد غندنه وكړه۔ …
ملګرو ملتونو په ریاض هوائي مېدان د حوثي میزائلو د بريد سخته غندنه وكړه ، د وګړو او تنصیبات په نخښه كولو لړۍ د سمدستي بندولو غوښتنه

مزید خبریں
ملګري ملتونه 12 اکتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سكرټري انتونیو ګوتریش د ریاض په مرکزي هوائي اډه د حوثي ياغیانو د میزائل بريد سختې غندنې كولو سره وئېلي دي د وګرو او شهري تنصیبات په نخښه كول د نړيوال قانون خلاف ورزي ده ، داسې بريدونه سمدستي بندول پكار دي ۔ د ملګرو ملتونو عمومي سیکرټري د اتوار په شپه جاري بيان كښې د بريد غندنه وكړه۔ د سعودي چارواكو تر مخه په شاہ خالد انټرنیشنل ایئرپورټ بريد كښې 12 كسان مړه او د 300 نه زيات ژوبل شوي ۔ د سعودي عرب د سول ایوي ایشن اتھارټي د اتوار په ورځ ووئېل بريد كښې 309 كسان ژوبل شوي ، چې پكښې د ځېنې حالت تشویشناک دے۔ د ملګرو ملتونو تر مخه په وژلے شوو كښې د لږ نه لږ څلور د سعودي وګړي ، دوه بنګاليان او يو امریکنے شامل دے ، دغسې د مصر، اردن، سوريه، فلسطین او د سوډان وګړي هم مړه شوي دي۔ د بريد نه پس په هوائي اډه د پروازونو تګ راتګ معطل کړے شو او د ځېنې پروازونو مخه د نورو هوائي اډو پلو وګرځولې شوه ۔د ګل په شپه د سعودي چارواكو ووئېل په ریاض هوائي مېدان كښې په مسافر ټرمینل يو بل او پروجیکټائل راپرېوتو چې پكښې نور كسان ژوبل شول او هور ولګېد ۔ په روانه اونۍ كښې دا په هوائي اده دا د حوثیانو دريم بريد ؤ۔ د زيارت په ورځ بريدونو كښې د سعودي ایئرلائنز د يو پائلټ بشمول درې د سعودي وګړي مړه شوي وو ، دغسې د دې نه وړاندې په شاہ خالد او ابها ایئرپورټس بريدونو كښې درې كسان مړه او 36 ژوبل شوي وو










