ملګري ملتونه ۔12اکتوبر(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د روسيه او يوكرېن ترمينځه روان جنګ ختمولو له په تاؤ تريخوالي كښې د سمدستي كمي او د مؤثرې جنګ بندۍ غوښتنې كولو سره وئيلي دي پرله پسې پوځي كارروايۍ د امن امكانات محدود او د نړيوالې غلې خونديتوب غېر مستحكم كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عثمان جدون د جمعې په ورځ د …
د روسيه او يوكرېن ترمنځه بايد مكمل جنګ بند كړے شي٬ د سلامتي كونسل غونډه كښې د پاكستان استازي غوښتنه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔12اکتوبر(اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د روسيه او يوكرېن ترمينځه روان جنګ ختمولو له په تاؤ تريخوالي كښې د سمدستي كمي او د مؤثرې جنګ بندۍ غوښتنې كولو سره وئيلي دي پرله پسې پوځي كارروايۍ د امن امكانات محدود او د نړيوالې غلې خونديتوب غېر مستحكم كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عثمان جدون د جمعې په ورځ د سلامتي كونسل غونډې ته خطاب كښې ووئيل په جنګ كښې روان شدت منطقې او د خواوشا پراخه سيمې لپاره مثبتې اشارې نه وركوي۔ پاكستاني استازي ووئيل پوځي طاقت تلپاتې امن نشي راوستلے۔ پاكستاني استازي په بحيره اسود كښې په تجارتي بېړيو بريد اندېښنې ښكاره كولو سره خبردارے وركړو چې د جنګ دائره تجارتي لارو ته غځولو سره د منطقې استحكام سنګنيو خطرو سره مخ كولې شي۔ هغه په روسيه او يوكرېن زور راوړو چې په سمدستي توګه د صبر او زغم څرګندونه وكړي و د نړيوال قانون د ملګرو ملتونو د منشور احترام وكړي۔ ده ووئيل پاكستان د روسيه او يوكرېن شخړې خاتمې له د امريكې او د دې د مشرتابه هڅو ته د قدر په سترګه ګوري۔








