ریاض۔12اکتوبر(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي پاکستان د انرژۍ سرچينو متنوع كولو٬ د كورني پېداوار زياتولو او نړيواله پانګؤنه زياتولو ته تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي٬ پاكستان د ازمېښت په دې وخت كښې سعودي عربستان سره يو برابر ولاړ دے۔ د پټرولیم ډویژن له مخې هغه دا خبره د سعودي عربستان په رياض ښار كښې د 17م نړيوال انرجي فورم (آئی ای اېف) وزارتي …
پاکستان د انرژۍ سرچينو متنوع كولو٬ د كورني پېداوار زياتولو او نړيواله پانګؤنه زياتولو ته تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي: د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك
ریاض۔12اکتوبر(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي پاکستان د انرژۍ سرچينو متنوع كولو٬ د كورني پېداوار زياتولو او نړيواله پانګؤنه زياتولو ته تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي٬ پاكستان د ازمېښت په دې وخت كښې سعودي عربستان سره يو برابر ولاړ دے۔ د پټرولیم ډویژن له مخې هغه دا خبره د سعودي عربستان په رياض ښار كښې د 17م نړيوال انرجي فورم (آئی ای اېف) وزارتي غونډې په مهال وكړه۔ وفاقی وزیر علی پروېز ملک د سعودي عربستان خپل همڅنګ شهزادہ عبدالعزیز بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود په بلنه غونډه كښې ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل په غونډه كښې د هغه ګډون د وزیراعظم شهباز شریف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر په خصوصي هدايت سعودي عربستان سره د پاكستان د يووالي څرګندونه ده۔ ده په سعودي خاوره د حوثي مليشيا ترهګر بريدونه غندلو سره د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير غونډې ته وېنا كښې ووئيل د نړيوال توان څانګه د سرمايه كارۍ په يو نوي دور كښې داخلېږي په كوم كښې چې د توان تحفظ ٬ د زغملو وړ بيعې او پائيدارۍ سره مخ په وړاندې تلل ضروري دي۔ ده ووئيل د تجديد وړ توان بايد تر سرمايه كارۍ محدود نه وي بلكې په هائیډروکاربن، مهمو معدنياتو ٬ د بجلۍ ګرډز او پائپ لائنونو په شمول بنيادي اډانه كښې هم سرمايه كاري اړينه ده۔ ده د كال 2026 غېر معمولی نړيوال توان بحران حواله وركولو سره ووئيل د دې اغېزې تېل او ګاز څخه زياتې د جهاز رانۍ او انشورنس څانګو ته رسېدلې وې۔ په درآمدی توان د زيات انحصار كولو باوجود پاکستان د حکومتي اقدامات او د سعودي عربستان، قطر او کویټ په ګډون د وروڼو هیوادونو په همکارۍ، د انرژۍ د لویو سرچینو له راشن بندۍ پرته د دې بحران مقابله وکړه۔ هغه پاكستان سره همكاري په ذاتي توګه مخ په وړاندې بوتللو كښې په مرسته كولو د شهزاده عبد العزيز بن سلمان مننه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د سباؤن نسلونو لپاره د توان تحفظ هدفونه سر كولو كښې د آئي اي اېف ټولو غړو هېوادونو سره په ګډه كار كولو له خوښي لري۔ د غونډې په مهال وفاقي وزير د ليبيا د تېل او ګاز وزير خليفه رجب عبد الصادق سره دوه اړخيزه ملاقات وكړو په كوم كښې چې د تېل او ګاز په څانګو د مرستې زياتولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر خپل ليبيائي همڅنګ ته ووئيل پاكستان خپل ریفائنریز ته لیبیا څخه د خام تېلو درآمد كولو امكانات جاج اغستلو ترغيب وركړے دے۔ ده ووئیل پاکستان د توان تحفظ پياوړې كولو او د آبنائے هرمز او آبنائئے باب المندب په شمول په مهمو سمندري لارو كښې د ممكنه خنډانو په صورت كښې متبادلې سرچينې په ځائے ساتلو له د خامو تیلو د درآمد كولو سرچینې متنوع کول غواړي۔ د ليبيا وزير پاکستان خپل هېواد لپاره یو مهم هېواد ګرځولو سره ووئيل هغه به د لیبیا د ملي تېلو شرکت وهڅوي چې پاکستانو شرکتونو لپاره نور خام تېل مختص كړي۔ هغه ووئيل ليبيا د خپلو ريفائنريز عصري كولو كښې د پاكستان تجربو څخه استفادې كولو له خوښي لري۔ علي پروېز ملك د قطر د توان وزير سعد شیریدہ الکعبی سره هم ملاقات وكړو په كوم كښې چې د اېل اېن جی څانګه كښې د همكارۍ د امكانات جاج واغستے شو۔ وفاقی وزیر دې سره سره د توان څانګې سره تړون لرونكو مهمو نورو شخصياتو سره هم ملاقاتونه وكړل په كومو كښی چې د توان په شمول بېلو اړوندو څانګو كښی سباؤن لپاره د سرمايه كارۍ په اړه د پاكستان عزم په ډاګه كړے شو۔










