10 قومي روډ سائيكلنګ چيمپئين شپ سر ته ورسېد٬  د سوئې سدرن ګېس كمپني د 11 سرو زرو تمغو سره وړومبے پوزيشن

اسلام آباد۔ 12 اكتوبر(اے پي پي)10 م قومي روډ سائيكلنګ چيمپيئن شپ سره ته ورسېد چې پكښې د سوئې سدرن كمپنۍ  11 د سرو زرو  تمغو سره  وړومبے پوزيشن ترلاسه كړو۔ د ګل په ورځ  د پاكستان سائيكل فېډرشن د اړخه جاري بيان تر مخه  د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن تر سېوري لاندې درې ورځنے 10 قومي سائيكلنګ چيمپيئن شپ  په بحريه ټاون كراچۍ كښې سر ته ورسېد چې پكښې سوئې …

اسلام آباد۔ 12 اكتوبر(اے پي پي)10 م قومي روډ سائيكلنګ چيمپيئن شپ سره ته ورسېد چې پكښې د سوئې سدرن كمپنۍ  11 د سرو زرو  تمغو سره  وړومبے پوزيشن ترلاسه كړو۔ د ګل په ورځ  د پاكستان سائيكل فېډرشن د اړخه جاري بيان تر مخه  د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن تر سېوري لاندې درې ورځنے 10 قومي سائيكلنګ چيمپيئن شپ  په بحريه ټاون كراچۍ كښې سر ته ورسېد چې پكښې سوئې سدرن ګېس  11 د سرو زرو تمغې وګټلې او وړومبے پوزيشن يې تر لاسه كړو۔   به درې ورځني چيمپيئن شپ كښې د ګرد هېواد څخه  سړو ٬ مېرمنو ٬ جونئيرز ٬  ماسټرز او د نورو كېټېګريز سائيكلسټس  ګدون وكړو۔   په ايونټ كښې انفرادي ټائم ټرائل ٬ ټيم ټائم ټرائل او د روډ رېس مقابلې وشوې۔سږ كال مقابلو كښې ماسټر كېټېګريز  هم شامل كړے شوي وو د چا عمرونه چې د  40 نه تر 49 كالو او د 50 كاله نه زيات  وو چې پكښې سائيكلسټس ته د خپلو صلاحيتونو د څرګندونې موقع  تر لاسه شوه  ۔ په ايونټ كښې د سوئې سدرن ګېس كمپنۍ 11 د سرو زرو  تمغې  او ټولې 16 تمغې وګټلې ٬ د پاكستان آرډيننس  فرېكټريز  3 د سرورو زرو ٬ پاكستان آرمي  او بلوجستان يوه يوه د سرو زرو تمغه وګټله۔  په مجوعي تمغو فهرست كښې د پاكستان آرمي د 7 تمغو سره په دويم او  او خېبر پښتونخوا د څلورو تمغو سره ښكاره پوزيشن تر لاسه كړو

مزید خبریں