هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره ټول صلاحيتونه كارولې كېږي

لندن 20 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د ډیووس دورہ کامیاب وه ، هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره ټول صلاحيتونه كارولې كېږي، معیشت په سم لوري روان دے ، هېواد كښې سرمايه كاري كېږي ، لوډ شیډنګ تر ډيره حده كم شوے ، د هېواد پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅې د هېواد په ګټه نه دي۔ لندن كښې ميډيا سره خپلو …

لندن 20 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د ډیووس دورہ کامیاب وه ، هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره ټول صلاحيتونه كارولې كېږي، معیشت په سم لوري روان دے ، هېواد كښې سرمايه كاري كېږي ، لوډ شیډنګ تر ډيره حده كم شوے ، د هېواد پرمختګ په لاره كښې د خنډانو راولاړولو هڅې د هېواد په ګټه نه دي۔ لندن كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د ډیووس دورہ کامیاب وه، ډیووس كښې د بزنس لارښودو سره د ملاقاتونو موقع ترلاسه شوې۔ ده ووئيل سیاستمدارو او سیاسی ګوندونو له داسې هڅې نه دې كول پكار چې ورسره د پاکستان د پرمختګ مخنيوې كېږي ، د پاکستان پرمختګ له به ټولو له كردار ترسره كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښې د برېښنا لوډشېډنګ تر ډېره حده كم شوې۔ده ووئيل د پاكستان اقتصادي اشاريې مثبتې دي۔پاكستان ته سرمايه كار راځي٬پاكستان د پرمختګ پلو روان دے۔ده ووئيل زمونږ سټاك ماركيټ پھ آسيا كښې په وړومبي او په نړۍ كښې په پنځم لمبر دے۔ده ووئيل هېواد څخه ترهه ګري ختمه شوې۔ده په زبير ګل د بريد غندنې كولو سره ووئيل زبير ګل د مسلم ليګ(ن)مهمه لارښود دے او هغه يو رښتينے پاكستانے دے۔ده ووئيل زبير ګل سره به زياتې په هېڅ ډول ونه زغملې شي۔ده ووئيل سي پیك پروژه كښې د 55 بلينه ډالرو سرمايه كاري كېږي٬پانامه كيس په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل دا معامله په عدالت كښې اورېدونكې ده