سياست دې معيشت څخه جلا وساتلې شي٬په معاشي چارو دې سياست څخه ډډه وكړې شي

كراچۍ 20 جنوری (اے پی پی ) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي سياست دې معيشت څخه جلا وساتلې شي٬په معاشي چارو دې سياست څخه ډډه وكړې شي۔د پاكستان چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري فېډرېشن ته د جمعې په ورځ خپل خطاب كښې ده ووئيل ځينې سياستمدار سياسي مقاصدو له په پرمختيائي پروژو ټكونه كوي بايد هغوي سياست د معاشي چارو او هېواد پرمختګ څخه جلا وساتي۔ده ووئيل …

كراچۍ 20 جنوری (اے پی پی ) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي سياست دې معيشت څخه جلا وساتلې شي٬په معاشي چارو دې سياست څخه ډډه وكړې شي۔د پاكستان چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري فېډرېشن ته د جمعې په ورځ خپل خطاب كښې ده ووئيل ځينې سياستمدار سياسي مقاصدو له په پرمختيائي پروژو ټكونه كوي بايد هغوي سياست د معاشي چارو او هېواد پرمختګ څخه جلا وساتي۔ده ووئيل ځينې عناصر د هېواد قرض په اړه نا سمې شمېرې وړاندې كوي۔ده ووئيل ډېر زر به د هېواد مالي چارو٬معاشي صورتحال او د قرض په اړه حقائق په تفصيل يو آرټيكل كښې وليكلې شي كوم به چې پھ دې اونۍ كښې بشپړ شي۔ده ووئيل د اصل صورتحال معلومولو لپاره دې آرټيكل ضرور ولوستلې شي۔ده ووئيل وفاقي حكومت د كراچۍ سركل رېلوے پروژه سي پیك كښې په شاملولو د كراچۍ وګړو غوښتنه ترسره كړی٬كراچۍ كښې د امن وضعې ښه كولو له وفاقي حكومت سختې پريكړې كړی دي۔په دې موقع د اېف پي سي سي آئي صدر زبير طفيل ووئيل معيشت ښه كېدو پلو روان دے ٬پالېسي رېټ د تېرو 40 كلونو په كمه كچه دے ۔ده ووئيل كورنې قرض د هدف څخه زيات دے ۔د خزانې وزير دې دغې ته پام لرنه وكړي٬برآمدات كښې كمې د نړيوال كساد بازارۍ په سوب دے ۔د 180 اربه روپو ايكسپورټ پېكج سره به پیداواري لګښت كم شي