اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو سېكتر اكبر حسېن دراني د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې د پاكستان انټر بورډ سپورټس بوائز ګالا د رنګا رنګ دستورې پرانسته وكړه. په دې موقع د پاكستان سپورټس بورډ ډائرېكټر جنرل آمنه عمران، د انټر بورډ د سپورټس كمېټې چيئرمېن پروفسېر محمد يوسف بلوچ او د بلوچستان د تعليمي بورډ آغا امجدالله او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. په ګالا كښې به د هاكې، اېتهلېټكس، فټ بال، ،بېډمنټن او ټېبل ټېنس مقابلې هم كېږي. د هاكې ايونټ پېل شوے او وړومبې مېچ د د اسلام آباد تعليمي بورډ وګټلو. دغسې نورې لوبې هم پېل شوې دي.