عمران خان دې صبر وكړي د هغه د ټولو تورونو ځواب به وركړو او د عدالت لخوا چې كوم زياتي دستاويزات وغوښتې شي هغه به هم وړاندې كوو٬د مريم نواز په حقله عمران خان غلط بياني كړی

اسلام آباد 18 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د پي ټي آئي د اړخه د دائر كړو ټولو بې بنسټھ پيټشنز د ثبوتونو سره ځواب وركوو٬عمران خان دې صبر وكړي د هغه د ټولو تورونو ځواب به وركړو او د عدالت لخوا چې كوم زياتي دستاويزات وغوښتې شي هغه به هم وړاندې كوو٬د مريم نواز په حقله عمران …

اسلام آباد 18 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د پي ټي آئي د اړخه د دائر كړو ټولو بې بنسټھ پيټشنز د ثبوتونو سره ځواب وركوو٬عمران خان دې صبر وكړي د هغه د ټولو تورونو ځواب به وركړو او د عدالت لخوا چې كوم زياتي دستاويزات وغوښتې شي هغه به هم وړاندې كوو٬د مريم نواز په حقله عمران خان غلط بياني كړی٬د مريم نواز د اړخه د وزيراعظم په كفالت كښې د نه پاتې كېدو دستاويزات وړاندې كړې شوي٬عمران خان ته دا څيزونه ځكه نوې ښكاري چې هغه بې بنسټه تورونه لګولې ٬عمران خان چې څه ته ثبوت وئېلو هغه كاغذ يې عدالت كښې نه دې جمع كړې٬د عدالت نه بهر دې عدالت نه لګوي٬عمران خان د كنټينر څخه د مقدمې كولو او په ادارو د فشار راوړلو او د سپكاوي عادت دے او د ټولو نه يو خوا هغه غېر مشروط بخښنه غواړي٬عمران خان د ټاكلي وزيراعظم او د هغه د لور په حقله دروغ وائي۔ د سپريم كورټ نه بهر مېډيا ته خپلو خبرو كښې وفاقې وزيرې ووئيل د وزيراعظم د سپارښتنې ترمخه د هغه وكيل دلائل وركوي او د پي ټي آئي د اړخه د دائر كړې شوو ټولو بې بنسټه تورونو د ثبوتونو سره ځواب وركولې شي۔دې ووئيل نن عمران خان وئېلي دي چې هره ورځ نوې نوې څيزونو رامخې ته كېږي۔دې ووئيل عمران خان ته دا څيزونه ځكه نوې ښكاري چې هغه عدالت ته كوم ثبوت او دستاويزات نه دي وړاندې كړې۔عمران خان د ورځپاڼو ټوكړو او د ريدۍ نه غېر بل څه نه لري۔دې ووئيل وزيراعظم نواز شريف چې څنګه خپله وېنا كښې وئېلي وو د هغې ترمخه د عدالت په وړاندې ټول ثبوتونه ږدو۔مريم اورنګزېب ووئيل ثبوت عدالت كښې جمع كولې شي او عمران چې په پارلمان كښې كومو كاغذونو ته ثبوت وئېلې ؤ هغه يې عدالت كښې ولې جمع نه كړو۔مريم اورنګزېب ووئيل د دوو كسانو ترمينځه كه په كاروباري دستاويز د چا اعتراض وي نو عدالت ته دې ثبوت وړاندې كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف د پانامه پیپرز سره هېڅ تعلق نشته۔دې ووئيل عمران خان د خېبرپښتونخوا احتساب كمېشن ختم كړی او د ادارو اختيارات هم ختموي۔هغه ادارې ختموي د چا چې د ګورننس ښه كولو په لړ كښې مهم كردار شته